په بلوچستان کې د ډرون بریدونو وروسته، د کابل ښار ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلې چې د کابل ښار په فضا کې د جېټ الوتکو غږونه اورېدل کېږي. دوی زیاتوي چې طالبان له لاندې څخه پر دغو الوتکو دفاعي ډزې کوي چې د اوسېدونکو اندېښنه یې لا پسې زیاته کړې ده. ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته زیاته کړې چې تر بریدونه وروسته په سرانان سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. د مالوماتو له مخې، دغه برید د نجونو د یو ښوونځي پر پخوانۍ ودانۍ شوی دی او د وطن دوست، عنایت الله او برات په نومونو درې کسان هم په کې ټپیان دي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې ګوټرېش له افغانستان او پاکستان څخه غوښتنه کړې، څو خپل اختلافات له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. هغه ټینګار کړی، چې ټولې خواوې باید د نړیوال بشري قانون اصولو ته ژمن پاتې شي او ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید په هر حالت کې خوندي وساتل شي. دوجاریک د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت (یوناما) د راپور په حواله ویلي، چې د پاکستان هوایي بریدونه په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د ګڼو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په بلوچستان کې له ډرون بریدونو وروسته د کابل په فضا کې د جېټ الوتکو غږونه اورېدل کېږي
منابع
Afghan sources
په بلوچستان کې له ډرون بریدونو وروسته د کابل په فضا کې د جېټ الوتکو غږونه اورېدل کېږي