Summary: د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې محتسبینو یې په غور، تخار، غزني، زابل او بلخ ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې ۲۲هغو مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور شرعي حقوق سپارلي، چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو او د کورنیو له غړو څخه د خپلو شرعي حقونو قضیې نا حل پاتې وې. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې همدارنګه لیکلي؛ یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث، نفقې او ولور غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپلو شرعي حقوقو په اخیستلو نه وې توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حقوق تر لاسه کړل.سرچینې ډاډ ورکړی، چې د دې وزارت مسوولین په پوره توان د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي، چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
په بېلا بېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر مېرمنو د محتسبینو په مرسته د میراث، نفقې او ولور له حقونو څخه برخمنې شوې
Sources
Afghan sources
په بېلا بېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر مېرمنو د محتسبینو په مرسته د میراث، نفقې او ولور له حقونو څخه برخمنې شوې