افغانستانامنیتبدخشانپښتو

په تخار کې د چینايي سرو زرو پر یوه شرکت وسله‌والو برید کړی

روان خبرSecurityبدخشان1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-16 08:56:46🎙 راډیو واورئ

په تخار ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت د چاه‌آب ولسوالۍ د چنارک په سیمه کې وسله‌والو کسانو د سرو زرو پر یوه چینايي شرکت برید کړی دی. د سرچینو په وینا، دغه برید تېره شپه شاوخوا یوولس بجې شوی او بریدګرو د سپکو او درنو وسلو په کارولو سره د سرو زرو چینايي شرکت په نښه کړی او له ساتونکو سره یې نښته کړې ده. تر اوسه کوم شخص یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او په تخار ولایت کې سیمه‌ییزو چارواکو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په تېرو څو اوونیو کې له تخار ولایت سره ګاونډی بدخشان ولایت له سختو ناامنیو سره مخ شوی دی.

لنډ معلومات

ځایبدخشان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-16 08:56:46

مهالوېش

  1. Parstoday

    په تخار کې د چینايي سرو زرو پر یوه شرکت وسله‌والو برید کړی

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-16 08:48:37

په تخار کې د چینايي سرو زرو پر یوه شرکت وسله‌والو برید کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button