د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت راپور ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې په یوشمېر ولایتونو کې ۱۵۷ کوډګر نیولي دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي. د یاد سازمان په وینا، په ۲۰۲۴کال کې په افغانستان، جیبوتي، عراق، لبنان، پاکستان، سومالیا، سوډان، سوریه او یمن کې تر ۶۴۳زره ډېرې د نس ناستي او کولرا پېښې ثبت شوې وې چې له امله یې ۲زره او ۳۵۴ کسان مړه شوي وو. د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په سیمه کې د کولرا خپرېدا له بېلابېلو چاپېریالي، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي لاملونو سره تړاو لري. د دغه سازمان په خبره، د روغتیايي خدمتونو کمزوري ظرفیتونه، څښاک اوبو او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی، په روغتیايي مرکزونو کې د انتانونو د مخنیوي کمزورې اسانتیاوې، د ادارو ترمنځ کمزورې همغږي او اقلیمي بدلون هغه مهم لاملونه دي چې د کولرا او نس ناستي د خپرېدو زمینه برابروي. دغه سازمان زیاتوي، چې بېځایه کېدل او د خلکو ګڼهګوڼه هم په ځانګړي ډول پر مخ وده هېوادونو کې د څښاک اوبو، روغتیايي خدمتونو او روغتیايي پاملرنې محدود لاسرسی رامنځته کوي او د ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیاتوي.ورته مهال د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپرېدو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په تېرو درېیو میاشتو کې؛ طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۷ کوډګر نیولي دي
Sources
Afghan sources
په تېرو درېیو میاشتو کې؛ طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۷ کوډګر نیولي دي