په جرمني کې مېشتو یو شمېر افغانانو د هامبورګ ښار په یوه اعتراضي غونډه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو او د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا اعتراض وکړ. ګډونوالو د افغانستان ملي بیرغونه له ځانونو سره لېږدول او د «زدهکړه، کار او ازادي» شعارونه یې ورکول. د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو، موسسو او د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ کوونکو سازمانونو په ګډون، د معلولیت لرونکو د زدهکړو د ملاتړ نړیواله غونډه د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) په کابل کې جوړه کړه. طالبانو د دغې غونډې موخه د معلولیت لرونکو لپاره د زدهکړو د فرصتونو پراخول، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د کیفیت لوړول او د یاد قشر د پیاوړتیا لپاره د اغېزناکو لارو چارو ارزونه او د ګډو همکاریو پیاوړتیا بللې ده. د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ادارې مرستیال غلام سعید احساس په دې غونډه کې وویل، چې د ټولنې پرمختګ، وده او پر ځان بسیا کېدل د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له لارې شوني دي او د ټولنې د ټولو قشرونو، په ځانګړي ډول د معلولو لپاره د زدهکړو د زمینې برابرول د دې ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په جرمني کې مېشتو افغانانو د طالبانو له لوري پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو پر ضد لاریون کړی
منابع
Afghan sources
په جرمني کې مېشتو افغانانو د طالبانو له لوري پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو پر ضد لاریون کړی