پارس تودی- دواړو لوریو د شنبې له سهاره تر غرمې د دغه ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې درنه او مرګونې جګړه کړې ده. زمونږ د خبریال له راپور سره سم، د نورستان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند ثاقب احمدزی وایي،د ډیورنډ فرضي کرښې هغې لورې نه دده پر وینا د شر او فساد یوې ډلې غوښتل، چې دکامدیش ولسوالۍ ته راشي خو ددوې ځواکونو پرې وار له مخه کړ او له دغې ډلګۍ سره په نښته واوښتل. ثاقب وایي، دنښتې پرمهال ددغه ډلګۍ اته ویشت تنه ووژل شول او دوه دیرش نور له وسلو سره ژوندې ونیول شول. هغه وایي، په نیول شویو کې یو شمیر دجګړې پر مهال ټپیان شوي هم دي. خونوموړي خپل لوري ته داوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. تر اوسه د دې نښتې او پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دطالبانو حکومت کوم لوړپوړي چارواکې څرګندونې نه دي کړي. خو د طالبانو اړوند هندوکش اژانس هغه ویدویي کلیپونه خپاره کړي،چې د دوې پر وینا د شراو فساد وژل شوي او نیول شوي کسان پکې ښکاري چې پر خپلو کړنو اعتراف کوي. ها خوا بیا د طالبانو مخالفې ډلې «ازادۍ جبهې» په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو اعلامیو کې ادعا کړې چې د نورستان په کامدیش او د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې یې دطالبانو پرمورچلو بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
په ختیځ ولایت نورستان کې طالبان او د هغوې مخالفین یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو دعوه کوي
منابع
External sources
په ختیځ ولایت نورستان کې طالبان او د هغوې مخالفین یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو دعوه کوي