Developmentافغانستانپښتوغور

په خیبرپښتونخوا کې بارانونو او سیلابونو کې خلکو ته مرګژوبله اوښتې – BBC… — Bbc

روان خبرDevelopmentغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-02 11:16:26🎙 راډیو واورئ

د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سختو بارانونو، توپاني بادونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي او ۳۸ کورونو ته هم زیان اوښتی دی. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ځايي ادارې (پي ډي ایم اې) د ویاند په وینا، په مړو شویو کسانو کې دوه نارینه، درې ماشومان او یوه ښځه شامل دي. دغه راز په ټپیانو کې اووه نارینه، یوه ښځه او ۱۱ ماشومان شامل دي. د پي ډي اېم اې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له کبله ټولټال ۳۸ کورونه زیانمن شوي، چې له ډلې یې ۳۶ کورونو ته جزوي او دوو کورونو ته زیات زیان رسېدلی او نړېدلي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه پېښې د خیبر، کوز دیر، بر دیر، مردان، شانګلې، باجوړ او کوز چترال په سیمو کې رامنځته شوې دي. پي ډي اېم اې ویلي چې د مرستندویه (ریسکیو ۱۱۲۲) سیمه ییزې ادارې او نورې اړوندې ادارې په ګډه د مرستندویه فعالیتونو په ترسره کولو بوختې دي او په اغېزمنو سیمو کې د ژغورنې او مرستو چارې روانې دي. د عکس سرچینه، Upper swat development authority یادې ادارې د اغېزمنو سیمو چارواکو ته لارښوونه کړې چې زیانمنو کورنیو ته ژر تر ژره…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-07-02 11:16:26

مهالوېش

  1. Bbc

    په خیبرپښتونخوا کې بارانونو او سیلابونو کې خلکو ته مرګژوبله اوښتې – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-07-02 03:55:14

په خیبرپښتونخوا کې بارانونو او سیلابونو کې خلکو ته مرګژوبله اوښتې – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button