په خیبر پښتونخوا کې د دغه ایالت د پخواني والي شوکتالله خان په مشرۍ یوې قومي جرګې د سیاسي کړکېچ کمولو لپاره هڅې پیل کړې دي. یادې جرګې د پښتونخوا له والي فیصل کریم کونډي او سر وزیر سهیل اپریدي سره جلا، جلا ناستې کړې دي. خزانه کمپ شاوخوا ۴۵ کاله مخکې د افغان کډوالو لپاره جوړ شوی و. د وخت په تېرېدو په کمپ کې د خېمو پر ځای دایمي کورونه جوړ شول. د سیمې د اوسېدونکو په وینا په دې کمپ کې له ۸۵۰ ډېرې کورنۍ د کلونو په اوږدو کې خپل کورونه جوړ کړي وو.اوس د بېرته ستنېدو له پرېکړې وروسته دغه کورنۍ اړ دي چې خپل کورونه، کارونه او هغه ژوند پرېږدي چې له څو لسیزو راهیسې ورسره تړلی و.۳۱ کلن حضرت عمر هم د هغو افغان کډوالو له ډلې دی چې ټوله ژوند یې د پېښور په خزانه کمپ کې تېر کړی دی. هغه د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل چې په همدې کمپ کې پیدا شوی ماشومتوب یې دلته تېر کړی او ځواني یې هم په همدې سیمه کې تېره کړې ده.حضرت عمر وايي مور او پلار تل راته ویلي چې زموږ اصلي وطن افغانستان دی خو په پاکستان کې د تېر شوي ژوند له امله هغه هېڅکله داسې احساس نه کاوه چې په پردي ځای کې ژوند کوي.هغه وویل:…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په خیبر پښتونخوا کې د سیاسي کړکېچ کمولو لپاره قبایلي جرګه جوړه شوه
منابع
Afghan sources
په خیبر پښتونخوا کې د سیاسي کړکېچ کمولو لپاره قبایلي جرګه جوړه شوه