د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د پولیو ضد واکسین کمپاین دوه کارکوونکي تښتول شوي دي. سیمه ییز چارواکي وایي چې دغه کسان د کلاچي له کوټ دولت سیمې څخه د دندې پر مهال لادرکه شوي دي. د تیراه دغه اغېزمن وايي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې د پاکستان حکومت په امر د ژمي په سخت موسم کې زرګونه خلک له خپلو سیمو بېځایه شول او تر پراخو غبرګونونو وروسته هغه مهال یوه هوکړه هم لاسلیک شوه، چې پهکې له اغېزمنو سره په درېیو میاشتو کې خپلو سیمو ته د ستنېدو ژمنه شوې وه؛ خو دغه ژمنه لاهم یوازې د پاڼې پرمخ پاتې ده. د تيراه قبايلي مشر نوروز خان اپريدي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ويلي، چې حکومت يو وار بيا خپلو سیمو ته د تيرا د بېځایه شویو د ستنېدو لپاره د اکتوبر ۱۰مه نېټه ټاکلې ده. هغه زياته کړه، چې تر دې وړاندې هم په وار، وار د زيانمن شويو کسانو د بېرته ستنېدو ژمنې شوې وې. هغه زياته کړه، چې په هوکړهلیک کې پر وخت د ټرانسپورټ د پيسو ورکړه، مياشتنۍ کرايې او داسې نورې غوښتنې منل شوې وې؛ خو له بده مرغه ګڼې دغه غوښتنې نهدي پوره شوې. د تيراه اغېزمن د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د تیراه د اغېزمنو په نوم يو غورځنګ هم جوړ کړی، چې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په دېره اسماعیل خان کې د پولیو کمپاین دوه کارکوونکي تښتول شوي
منابع
Afghan sources
په دېره اسماعیل خان کې د پولیو کمپاین دوه کارکوونکي تښتول شوي