EconomyEnglishافغانستان

په سرپل کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ… — Bakhtar

DevelopingEconomy1 SourcesUpdated: 2026-09-23 16:37:31🎙 Listen to radio

Summary: د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په زنجان سیمه کې د نجونو لومړني ښوونځي ته د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مالي او اداري امر مولوي صدرالدین ادیب فاروقي په یاده موخه جوړو شویو مراسمو کې زده‌کړې د ټولنې له اساسي اړتیاوو څخه وبللې او ویې ویل، چې د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرول د راتلونکي نسل د علمي او روزنیزې ودې لپاره زمینه برابروي. هغه وویل، چې د یاد ښوونځي په ودانۍ کې شپږ درسي ټولګي، دوه خونې، یوه اداري خونه، تحویل‌خونه، شپږ تشنابونه او احاطوي دېوال شامل دي، چې په جوړېدو سره یې زده‌کوونکو ته د زده‌کړې مناسب چاپېریال برابر شوی دی. نوموړي همداراز د ښوونیزو فرصتونو پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او د ځوان نسل د زده‌کړې او روزنې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. په مراسمو کې علماوو هم د علم د فضیلت او د زده‌کړې پر ارزښت خبرې وکړې.

Quick facts

TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-23 16:37:31

Timeline

  1. Bakhtar

    په سرپل کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړ شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-23 15:53:15

په سرپل کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړ شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button