د سوریې د کورنیو چارو وزارت د بشارالاسد د رانسکور شوي حکومت د کیمیاوي وسلو متخصص ډګروال احمد حبیب علي له نیولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت زیاته کړې، دغه کس د بشارالاسد د حکومت پر مهال د سارین ګازو د ډیپوګانو او کیمیاوي وسلو د تولید مسوول وو. فرانسوي خپرونې مډیاپارټ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۴مه، راپور ورکړی چې برونر د اروپايي پارلمان د مدني ازادیو کمېټې په یوه تړلې غونډه کې د دغې لیدنې په اړه معلومات وړاندې کړي، خو د غونډې جزییات نه دي خپاره شوي. دغه غونډه وروسته له هغې جوړه شوه چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په دویمه، د طالبانو یوه پنځه کسیز پلاوي په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون له چارواکو سره ولیدل. د دې غونډې ګډه مشري د اروپايي کمېسیون او سویډن پر غاړه وه او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو هم پکې ګډون کړی و. راپورونه وایي، دا لیدنه د اروپايي ټولنې له رسمي ودانیو بهر ترسره شوې وه. اروپايي کمېسیون ویلي، د دغو خبرو موخه د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پر څرنګوالي بحث و چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې قانوني حق نه لري. د کمېسیون په وینا، تمرکز پر هغو کسانو و چې په درنو جرمونو محکوم شوي یا امنیتي ګواښ بلل کېږي. خو یو شمېر اروپايي…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په سوریې کې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د کیمیاوي وسلو متخصص ونیول شو
Sources
Afghan sources
په سوریې کې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د کیمیاوي وسلو متخصص ونیول شو