افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې ښکاري، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې طالبان یوشمېر ماشومان سخت وهي. سرچینو ویلي، چې دغه ماشومان پر کرښه د قاچاق په تور نیول شوي دي. د طالبانو لهخوا له ماشومانو سره دغه تاوتریخجن چلند سخت غبرګونونه راپارولي دي. د دغه قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، په عملیاتو کې ۵۸ میله وسلې او پوځي تجهیزات هم د طالبانو لاس ته ورغلي او په سیمه کې لا هم تصفیوي عملیات روان دي. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، دوه ورځې وړاندې د سهار شاوخوا شپږ بجې شاوخوا ۴۰۰ د داعش او «شر او فساد» وسلهوال د پاکستان له لوري د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د ګوردېش درې ته داخل شول چې د طالبانو ځواکونو یې مخه ونیوله. طالبان خپلو سیاسي او وسلهوالو مخالفانو جبهو ته د «شر او فساد» کلیمه کاروي. محمدي ادعا کړې چې دغه کسان د «پاکستان د ملیشو له خوا» سیمې ته داخل کړل شوي وو او د طالبانو ځواکونو له لوري محاصره شول. نوموړي ویلي: «له ۳۰ زیات وسلهوال ووژل شول، ۵۸ کسان پکې ونیول شول او لس تنه پکې ټپیان دي.» د هغه په وینا، په نښته کې د طالبانو ځواکونو ۵۸ میله وسلې او نور پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي. محمدي زیاته کړې چې د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو لهخوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي
Sources
Afghan sources
په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو لهخوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي