افغانستانامنیتدریغزني

په غزني کې مېرمنې: د لاسي صنایعو د پلورلو لپاره ځای نه لرو… — Amu TV

در حال تکمیلSecurityغزني1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-11 22:52:14🎙 رادیو را بشنوید

په غزني ولایت کې یو شمېر خياطې او د لاسي صنایعو تولیدوونکې مېرمنې غوښتنه کوي چې د خپلو تولیداتو او محصولاتو د پلورلو لپاره دې ځانګړی او مناسب ځای ورته وټاکل شي. دا مېرمنې چې د غزني ښار په یوه سیمه‌ییز نندارتون کې راټولې شوې وې، وایي د خپلو لاسي صنایعو د عرضه کولو لپاره مناسب بازار او مستقل ځای نه لري. د دوی له ډلې یو شمیر بې‌سرپرسته مېرمنې چې د خپلو کورنیو یوازینۍ سرپرستې دي، ټینګار کوي چې تر دې دمه یې د هیڅ لوري لخوا ملاتړ نه دی شوې. پناهي، چې د مېړه له مړینې وروسته د خپلو شپږو ماشومانو د اعاشې لګښت د لاسي صنایعو له لارې تامینوي، وایي: «موږ د نارینه جاموغاړې، ښځینه جامې او ډیزایني سيټونه جوړوو، خو د پلورلو لپاره هیڅ ځای نه لرو. له حکومت غواړو هغه ځای چې مخکې زموږ لپاره په نظر کې نیول شوی و، بېرته موږ ته وسپاري.» په ورته وخت کې د لاسي صنایعو یو شمېر نورې تولیدوونکې زیاتوي، که چېرې ورته ازاد او مناسب بازار جوړ شي او سوداګر په مستقيمه توګه له دوى توکي واخلي، عاید به یې ډېر شي. پروانه حیدري وایي: «موږ داسې څوک نه لرو چې ملاتړ مو وکړي. د بازار نشتوالی راته سخته ستونزه ده؛ حتا که کوم شی چمتو هم کړو، هټۍ وال یې له موږ څخه په خورا ټیټه…

اطلاعات کوتاه

مکانغزني
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-11 22:52:14

خط زمانی

  1. Amu TV

    په غزني کې مېرمنې: د لاسي صنایعو د پلورلو لپاره ځای نه لرو | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-11 11:49:57

په غزني کې مېرمنې: د لاسي صنایعو د پلورلو لپاره ځای نه لرو | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button