افغانستانامنیتدریغزني

په غزني کې ورځ مزد کارګر: له اونیو راهیسې کار نه شو پیدا… — Amu TV

در حال تکمیلSecurityغزني1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-19 16:13:25🎙 رادیو را بشنوید

په غزني ولایت کې یو شمېر ورځ مزد کارګرو آمو ته شکایت کړی چې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله له اونیو راهیسې بې‌کاره دي او له امله یې له بې‌ساري اقتصادي ننګونو او تنګسیا سره مخ شوي دي. دغو کارګرو چې د غزني ښار پر لويو لارو او چوکونو کې د کار موندلو په موخه راټولېږي، ویلي چې له سهاره تر ماښامه د کار په تمه ناست وي خو ډېری مهال بېرته تشې منګولې کورونو ته ستنېږي. دوی د طالبانو له ځايي ادارې او مرستندویه نهادونو غواړي چې د بیارغونې پراختیايي پروژې پیل کړي ترڅو عامو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. د عیدګل، نصیر احمد، فضل او عبدالرحمن په نومونو کارګرو آمو ته ویلي چې په اونۍ او میاشت کې یو یا دوه ورځې کار هم مسلسله عاید نه شي جوړولای او تر لاسه کېدونکې ۲۰۰ افغانۍ د دغې ګرانۍ په حالت کې د کورنیو لګښتونه نه شي پوره کولای. هم‌مهاله په غزني کې د شوکت په نوم یوه ټولنیز فعال آمو ته زیاته کړې چې په ټولنه کې پراخه بې‌کاري د غیرقانوني مهاجرتونو، بې‌وزلۍ او جرایمو د زیاتېدو سبب کېږي او د طالبانو اداره باید اقتصادي پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۸ میلیون زیات وګړي…

اطلاعات کوتاه

مکانغزني
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-19 16:13:25

خط زمانی

  1. Amu TV

    په غزني کې ورځ مزد کارګر: له اونیو راهیسې کار نه شو پیدا کولای | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-19 12:19:45

په غزني کې ورځ مزد کارګر: له اونیو راهیسې کار نه شو پیدا کولای | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button