Economyافغانستانپښتوفاریاب

په فاریاب کې بڼوال: زموږ انګور پېرېدونکي نلري | آمو ټلویزیون — Amu TV

روان خبرEconomyفاریاب1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-10 14:18:06🎙 راډیو واورئ

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د انګورو بڼوال امو ته وایي چې حاصلات یې د تېر په څېر بازار نه لري. دریو بڼوالو له امو سره په خبرو کې د خلکو د اقتصادي ستونزو، د افغانستان او پاکستان د لارو او بندرونو د تړلي پاتې کېدو او سمیه‌ئیزو جګړو اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده چې په قیصار ولسوالۍ کې شاوخوا شل ډوله انګور تولیدیږي او د افغانستان او سیمې په کچه له خورا لوړ کیفیت لرونکو انګورو شمیرل کېږي. محمد صابر، چې په قیصار ولسوالۍ کې یو بڼوال دی، شاوخوا زر د انګورو تاکونه لري. هغه د خپل باغ د پالنې او ساتنې لپاره کال کې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت کوي، چې د دواګانو پېریدل او د کارګرانو مزدوري هم پکې شاملېږي. نوموړی امو ته وایي، که چېرې کافي اوبه شتون ولري او له تاکونو ښه پاملرنه وشي، هر تاک کولای شي له ۳ تر ۵ زرو افغانیو پورې عاید ولري. خو موضوع یوازې د تولید نه ده؛ هغه د بازار له نشتوالي او د ساتنې د اسانتیاوو له نشتونه شکایت کوي. محمد صابر زیاتوي: «د انګورو پلور، دوه کاله کېږي چې خورا ارزانه شوی. د بېلګې په توګه، تیر کال د انګورو یو من ۳۰۰ افغانۍ و، خو سږکال ۲۰۰ یا ۱۸۰ افغانۍ دی. کشمش هم همداسې؛ تېر کال…

لنډ معلومات

ځایفاریاب
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-10 14:18:06

مهالوېش

  1. Amu TV

    په فاریاب کې بڼوال: زموږ انګور پېرېدونکي نلري | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-10 11:27:50

په فاریاب کې بڼوال: زموږ انګور پېرېدونکي نلري | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button