په فاریاب کې د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې — Bakhtar
Summary: د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په فاریاب کې د اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړولو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د فاریاب د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په اندخوی او دولت اباد ولسوالیو کې د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت؛ د اوبو رسولو درېیو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.ویل شوي چې په دغو شبکو کې د ۴۰ او ۲۵ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو درېیو ذخیرو جوړول، د ۹ زره ۱۲۵مترو په اوږدوالي د پایپ غځول او د ۳۹۴ شیردانونو نښلول شامل دي.هېره دې نه وي چې د یادو شبکو د رغولو په بهیر کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې ۱۱۷۲ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
په فاریاب کې د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
Sources
Afghan sources
په فاریاب کې د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې