Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت، په فاریاپ کې د یوه سربند او کانال د جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "په فاریاب کې د یته اوروق المار سربند او کانال جوړولو پروژه د ۲۳۶ زره ۸۶۹ امریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسوولینو له لوري پیل شوه."دغه پروژه په یاده سیمه کې د سطحي اوبو د زېرمه کولو، تر ځمکې لاندې اوبو د تغذیې، د اوبو ضایعاتو د مخنیوي، د څښاک اوبو برابرولو او د پایداره کرنې د ملاتړ په موخه پلي کېږي.په یاده پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
Quick facts
Locationفاریاب
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-18 19:05:11
Timeline
-
Bakhtar
په فاریاب کې د سربند او کانال د جوړولو چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-10-18 09:40:20
په فاریاب کې د سربند او کانال د جوړولو چارې پیل شوې