Politicsافغانستاندریفراه

په فراه کې شریعت غږ راډیو خپرونې پیل کړې — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsفراه1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-08 12:30:10🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د فراه ولایت په مرکز کې د شریعت غږ په نوم نوې راډیو د ۸۸.۷ ایف ایم څپو له لارې خپرونې پیل کړې. په یاده موخه جوړو شویو مراسمو کې د فراه د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد عبدالحي سباوون رسنۍ د خلکو د خبرولو، د ټولنې د پوهاوي او ستونزو د را برسېره کولو په برخه کې مهمې وبللې او د رسنیو له مسوولینو یې وغوښتل چې د ټولنې سمون، کلتور ساتنې او مثبتو پیغامونو په خپرولو کې فعاله ونډه واخلي.دغه راز د یاد ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس مولوي عبدالمجید صمیم وویل، رسنۍ باید د هېواد د پرمختګ، اسلامي ارزښتونو، نبوي اخلاقو او ټولنیزو اصلاحاتو په برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي.په ورته وخت کې د فراه راډیو امر قاري بدرالدین فراهي وویل چې شریعت غږ راډیو د ۵۰۰ واټه ترانسميټر په وسیله د فراه ښار ترڅنګ په خاکسفید، پشت‌ رود، بالابلوک، فراهرود، شیب ‌کوه او پشت‌ کوه ولسوالیو کې اورېدل کېږي.نوموړي زیاته کړې دغه راډیو به شرعي، اسلامي، ټولنیزې، ښوونیزې، کلتوري او تاریخي خپرونې وړاندې کوي او هڅه به کوي چې خلکو ته ګټور معلومات ورسوي.

اطلاعات کوتاه

مکانفراه
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-08 12:30:10

خط زمانی

  1. Bakhtar

    په فراه کې شریعت غږ راډیو خپرونې پیل کړې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-08 10:13:29

په فراه کې شریعت غږ راډیو خپرونې پیل کړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button