د لغمان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د وریجو د پروسس او بستهبندۍ د یوې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د لغمان د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي سلامت خان ویلي، دغه فابریکه د خصوصي سکتور له لوري جوړېږي چې د جوړېدو لپاره یې ۱۶۲ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي. نوموړي زیاته کړې، د فابریکې له فعالېدو سره به ۱۰۰ کسانو ته په مستقیم او شاوخوا ۶۰۰ نورو کسانو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. د هغه په وینا، د فابریکې د جوړېدو چارې به په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې شي. د دې فابریکې پانګهوال حاجي سلیم ویلي، دغه فابریکه به د ۲۴ ساعتونو په موده کې د ۴۰ زره کیلوګرامه وریجو د پروسس او بستهبندۍ ظرفیت ولري. هغه زیاته کړې، په دې فابریکه کې به د لغمان ترڅنګ د ننګرهار، بغلان او کندز ولایتونو وریجې هم پروسس او بستهبندي کېږي، چې وروسته به د ختیځو ولایتونو او د هېواد نورو بازارونو ته د پلور لپاره ولېږدول شي. لغمان د پراخو کرنیزو ځمکو او ډېرو اوبو له امله د شولو د کرنې له مهمو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې د نورو فصلونو تر څنګ په کې د وریجو تولید هم پراخ دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
په لغمان کې د وریجو د پروسس او بستهبندۍ فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې
منابع
External sources
په لغمان کې د وریجو د پروسس او بستهبندۍ فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې