افغانستانامنیتپښتولوګر

په لوګر کې د طالبانو یوه زنداني ځانوژنه کړې ده — AF International

روان خبرSecurityلوګر1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-03 12:24:56🎙 راډیو واورئ

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په نظارت خونه کې یوه بندي ځان وژلی دی. یاد شوی سردارولي نومېده او د محمداغې د ناظر کلي اوسېدونکی و. نوموړی د وسله‌والې غلا په تور بندي و. په لوګر کې ځايي سرچینو نن سې شنبه(د لړم ۱۲مه )وویل، چې دا پېښه تېره شپه ناوخته شوې ده. افغانستان انټرنشنل د پېښې له ځایه د نوموړي تصویر هم ترلاسه کړی دی. د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، دغه بندي سردارولي نومېده او د شېرعلم زوی و. د سرچنو په خبره، دغه پېښه تېره شپه له دولسو بجو وروسته رامنځته شوې ده. طالبانو د دې پېښې په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي. د بشري حقونو څارونکي وخت پر وخت د طالبانو په زندانونو کې د ناوړه چلند راپورونه خپروي، خو طالبان یې بې بنسټه ګڼي. بېنېټ د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۱مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د درېیمې کمېټې په څنډه کې د «افغان ځوانان په دوه‌لارې کې؛ حقونه، هیلې، ننګونې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ټینګار کړی، چې د ځوانانو له زده‌کړو، کار، مشرتابه او پرېکړو کولو بهیرونو کې له ګډون پرته، افغانستان تلپاتې سولې او ثبات ته نه شي رسېدای. دغه غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د رایول والنبرګ د بشري…

لنډ معلومات

ځایلوګر
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-03 12:24:56

مهالوېش

  1. AF International

    په لوګر کې د طالبانو یوه زنداني ځانوژنه کړې ده

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-03 10:56:41

په لوګر کې د طالبانو یوه زنداني ځانوژنه کړې ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button