Englishافغانستانامنیتهرات

په لویدیځ ولایت هرات کې د کانونو او لاسي صنایعو نندارتون پرانستل شو

DevelopingSecurityهرات1 SourcesUpdated: 2026-09-29 05:00:17🎙 Listen to radio

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو ځایي چارواکي وایي، دا نندارتون یې د سیلګرۍ د ځانګړې اونۍ په ویاړ جوړ کړی دی. دا نندارتون د هرات ولایت په اختیارالدین تاریخي کلا کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري، د ترکیې هېواد په مالي ملاتړ جوړ شوی، چې پنځه ورځې به د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي. د چارواکو په وینا، په دې نندارتون کې ټولټال ۱۲۰ غرفې ایښودل شوې دي، چې ۷۰ غرفې یې د مېرمنو په لاس جوړو شویو توکو ته ځانګړې شوې دي؛ خو پخپله مېرمنې په دې نندارتون کې حضور نه لري. د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر، حافظ محمد قاسم اخندزاده وایي، دوی هڅه کوي خلکو او په ځانګړې توګه بهرنیو سیلانیانو ته د هرات د خلکو هنرونه او تولیدات ور وپېژني او په راتلونکې کې هم د ورته نندارتونونو د جوړولو لړۍ روانه وساتي. هغه وایي، د روان لمریز کال له پیل څخه تر دې دمه ۱۱ زرو تنو، چې ۷۰۰ تنه یې بهرني وګړي دي، له هرات ولایت او په ځانګړې توګه له اختیارالدین کلا څخه لیدنه کړې ده. اخندزاده وایي، د دا ډول نندارتونونو جوړول به هرات ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د راجلبولو لپاره زمینه برابره کړي. دغه نندارتون ته ورغلی لیدونکی «بشیر احمد ساپی»، هم خوښ دی او وایي،…

Quick facts

Locationهرات
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-29 05:00:17

Timeline

  1. Parstoday

    په لویدیځ ولایت هرات کې د کانونو او لاسي صنایعو نندارتون پرانستل شو

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-29 04:52:58

په لویدیځ ولایت هرات کې د کانونو او لاسي صنایعو نندارتون پرانستل شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button