کابل (پژواک) – د کابل د اندراګاندي او اتاترک ماشومانو روغتونونو مسوولین وايي، په تېرو اوو میاشتو کې په دغو دوو روغتونونو کې د شري ۴۶۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۱۷ ماشومانو یې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. هغوی له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو د ماشومتوب دورې واکسینونه بشپړ کړي او که ماشومان یې پر دې ناروغۍ اخته شي، پر وخت دې یې روغتیايي مرکزونو ته ورسوي. په همدې حال کې، د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د روان کال له جنورۍ څخه د اګسټ تر پایه په افغانستان کې د شري ۱۸ زره او ۸۲۶ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي. متخصصین: شری یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې تر ډېره ناواکسین شوي ماشومان ګواښي په کابل ښار کې د انتاني ناروغیو په ملي او تخصصي روغتون کې د انتاني ناروغیو متخصص ټرینر ډاکټر فریدالله عمري له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، شری یوه حاده، ویروسي او ډېره ساري ناروغي ده چې ماشومان او لویان پرې اخته کېږي؛ خو تر ډېره په هغو ماشومانو کې خپرېږي چې واکسین شوي نه وي، په ځانګړي ډول په کوچنیانو او هغو ماشومانو کې چې له خوارځواکۍ سره مخ وي. د هغه په خبره، دا ناروغي د هوا او د ناروغ د تنفسي څاڅکو له لارې، د ټوخي، پرنجي یا…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
په ماشومانو کې شری؛ د دې ناروغۍ نښې، خطرونه او د مخنیوي لارې چارې یې
سرچینې
Afghan sources
په ماشومانو کې شری؛ د دې ناروغۍ نښې، خطرونه او د مخنیوي لارې چارې یې