Kabulافغانستانامنیتپښتو

په مسکو کې چاودنې درې کسان وژلي او ۲۱ نور یې ټپیان کړي… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-02 04:02:08🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۱ اسد ۱۴۰۵): روسي چارواکي وایي چې د مسکو ښار په مرکز کې په یوه رستورانت کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. تاس خبري اژانس د روسیې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې له قوله راپور ورکړی چې دغه چاودنه تېره شپه د مسکو ښار په مرکز کې په یوه رستورانت کې شوې ده. د راپور له مخې، یوې ناپېژندل شوې ښځې هڅه کوله چې په لاس جوړ شوی چاودېدونکی توکی رستورانت ته دننه کړي، خو امنیتي ساتونکي یې د ننوتلو مخه ونیوله. د روسیې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې ویلي چې په دې چاودنه کې یو امنیتي ساتونکی، شکمنه ښځه او رستورانت ته ورغلی یو تن وژل شوي دي. روسي چارواکو ویلي چې د دې پېښې د ټولو اړخونو او انګېزې د روښانه کېدو لپاره پلټنې او څېړنې روانې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-02 04:02:08

مهالوېش

  1. Pajhwok

    په مسکو کې چاودنې درې کسان وژلي او ۲۱ نور یې ټپیان کړي دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-02 08:31:09

په مسکو کې چاودنې درې کسان وژلي او ۲۱ نور یې ټپیان کړي دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button