Politicsافغانستانپښتووردګ

په میدان وردګو کې د مڼې ګل دودیزه مشاعره جوړه شوه — Bakhtar

روان خبرPoliticsوردګ1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-10 19:07:25🎙 راډیو واورئ

Summary: په میدان وردګو کې د مڼې ګل څلورویشتمه دودیزه مشاعره د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري جوړه شوه. یاده مشاعره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو ریاست په همکارۍ د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار اړوند په ابراهیم خېلو کلي کې جوړه شوې وه، چې په کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي معین مولوي عتیق الله عزیزي، د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، ولایتي مسوولینو، شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو، فرهنګپالو او د ادب زرګونو مینه‌والو ګډون کړی و. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د مڼې ګل دودیزه مشاعره د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې، ملي یووالي او ورورولۍ د پیاوړتیا لپاره مهمه غونډه ده.نوموړي له شاعرانو وغوښتل، چې په خپلو شعرونو کې د هېواد پرمختګ، علم، یووالي، اسلامي ارزښتونو او د ولس د عامه پوهاوي پیغامونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل، ادبي غونډې او مشاعرې د خلکو فکري ودې ترڅنګ د مثبتو ارزښتونو په خپرولو کې مهم رول لري.هغه زیاته کړه، هدفمند او اصلاحي شعر کولای شي د ټولنې په روزنه کې اغېزمن رول ولوبوي او خلک له منفي افکارو څخه مثبت لوري ته وهڅوي.وروسته مشاعره پیل شوه، چې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي او ګڼ شمېر شاعرانو پکې خپل حماسي، سوله‌ییز، ټولنیز او فکري شعرونه وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.یاده مشاعره د مازیګر له خوا پیل شوې وه او د شپې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ.

لنډ معلومات

ځایوردګ
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-10 19:07:25

مهالوېش

  1. Bakhtar

    په میدان وردګو کې د مڼې ګل دودیزه مشاعره جوړه شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-10 17:20:59

په میدان وردګو کې د مڼې ګل دودیزه مشاعره جوړه شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button