Economyافغانستاندریننګرهار

په ننګرهار کې د ایراني پانګونې د ګډو پروژو هوکړې شوې + راپور

در حال تکمیلEconomyننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-24 06:50:27🎙 رادیو را بشنوید

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د ایران د خصوصي سکتور له یوه پلاوي سره په دغه ولایت کې د بېلابېلو اقتصادي او کرنیزو برخو د پانګونې لومړني تفاهمونه شوي دي. د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس حاجي ګلمراد په یوه خبري ناسته کې ویلي، په ایراني پلاوي کې د صنعت، مالدارۍ او بڼوالۍ برخو متخصصین او پانګه‌وال شامل وو، چې د ولایتي چارواکو او د خصوصي سکتور له استازو سره یې لیدنې کړې دي. د نوموړي په وینا، له دغه پلاوي سره د تراکتورونو او پرزو د تولید، د چرګانو او کبانو د روزنې، د هغوی د خوراکي توکو او درملو د تولید، او همدارنګه د بڼونو او کرنیزو ځمکو د ناروغیو د مخنیوي او د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په برخو کې لومړني تفاهمونه شوي دي. ګلمراد تمه ښودلې چې ډېر ژر به په یادو برخو کې د ګډې او انفرادي پانګونې تړونونه لاسلیک شي. بلخوا، په ننګرهار کې د ۸۰۰ جریبه ځمکې د مالټو د بڼونو مالک عمر عرب وايي، د ایراني پلاوي د کرنیزو چارو کارپوهانو د دوی له بڼونو تر لیدنې وروسته د ونو بېلابېلې ناروغۍ تشخیص کړې دي. نوموړي ویلي، له ایراني متخصصینو او سوداګرو سره یې په ننګرهار کې د کرنیزو افتونو د مخنیوي د درملو د تولید او د بڼونو د ساتنې، مشورې او روزنې لپاره د…

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-24 06:50:27

خط زمانی

  1. Parstoday

    په ننګرهار کې د ایراني پانګونې د ګډو پروژو هوکړې شوې + راپور

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-11-24 06:40:47

په ننګرهار کې د ایراني پانګونې د ګډو پروژو هوکړې شوې + راپور

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button