Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ په صندوق سیمه کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ۳۰ بستریز عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده. د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي نور جلال جلالي، په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل: "د مشرتابه په حکم د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې روغتونونه جوړېږي چې د سپین غر ولسوالۍ جوړېدونکی روغتون هم له همدې جملې څخه دی."هغه زياته کړې چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د هېواد په ټولو سیمو په ځانګړي ډول لرو پرتو ولسوالیو کې د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره او د ورته پروژو له لارې د خلکو اساسي روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.د ياد روغتون د جوړولو چارې به په ۱۰ جريبه ځمکه کې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.تر دې وړاندې هم د ۱.۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د عامې روغتیا د وزیر او سيمهيير مسئولينو له لوري، د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې د يوه ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
په ننګرهار کې د يوه عمومي روغتون د جوړولو چارې پيل شوې