سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته خبر ورکړی، په ننګرهار کې یو تنکی ځوان چې د ناپېژانده کسانو لهخوا څو ورځې وړاندې تښتول شوی و؛ پرون دوشنبه (د زمري ۵مه) په غنيخېلو ولسوالۍ کې یې مړی موندل شوی. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان، سوډان، کامرون او میانمار د وګړو لپاره د زدهکړو د ویزو صادرول ودرول. د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي وو، ځینې کسان د زدهکړو په ویزه بریتانیا ته ننوځي، خو وروسته د پناه غوښتنه کوي. خو د شکایت کوونکو وکیلانو د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۵مه، د سترې محکمې په غونډه کې استدلال وکړ چې دا بندیز ګڼ هغه کسان هم اغېزمن کړي چې هېڅکله یې د زدهکړو له ویزې ناوړه ګټه نه ده اخیستې. د دوی په وینا، د کورنیو چارو وزیرې خپله پرېکړه د هغو شمېرو پر بنسټ کړې چې د زدهکړو ویزه لرونکو له خوا د پناه غوښتنې حقیقي کچه نه څرګندوي. د شکایت کوونکو وکیلانو وویل، وزارت د یوه کال په اوږدو کې د صادر شویو زدهکړیزو ویزو شمېر د هماغه کال د پناه غوښتونکو له شمېر سره پرتله کړی، حال دا چې ځینې محصلان بریتانیا ته له ننوتلو څو کاله وروسته د پناه غوښتنه کوي، نه د خپلو زدهکړو په لومړي کال کې. د شکایت کوونکو په ډله…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په ننګرهار کې د یوه تنکي ځوان مړی موندل شوی
Sources
Afghan sources
په ننګرهار کې د یوه تنکي ځوان مړی موندل شوی