DevelopmentEnglishKabulافغانستان

په نهو ولایتونو کې سېلابونه؛ نهه کسان مړه او کورونو او کرنیزو ځمکو… — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-24 16:32:23🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۵): له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وایي، د تېرو ۲۴ ساعتونو د سېلابونو له امله په نهو ولایتونو کې نهه کسان مړه شوي، یو تن ټپي شوی او سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده. یادې ادارې نن (جمعه) د لومړنیو معلوماتو په خپرولو سره ویلي چې په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشېر، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ او غزني ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله نهه کسان مړه شوي او یو بل تن ټپي شوی دی. د دغو معلوماتو له مخې، ۱۳۱ کورونه په بشپړه توګه او ۳۳۲ نور په جزوي ډول ویجاړ شوي او څلور زره او ۸۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده. له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې زیاته کړې چې شپږ کسان، چې په لغمان ولایت کې د سېلابونو له امله بند پاتې وو، د ژغورنې ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي. د یادې ادارې په وینا، په کاپیسا، غزني او پروان ولایتونو کې سېلاب‌ځپلو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي وېشل شوي او د مرستو رسولو لړۍ لا هم روانه ده. همدارنګه، په نورستان ولایت کې د سېلابونو د قربانیانو کورنیو ته هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې او دغه لړۍ هم دوام لري.

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-07-24 16:32:23

Timeline

  1. Pajhwok

    په نهو ولایتونو کې سېلابونه؛ نهه کسان مړه او کورونو او کرنیزو ځمکو ته درانه زیانونه اوښتي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-24 21:01:15

په نهو ولایتونو کې سېلابونه؛ نهه کسان مړه او کورونو او کرنیزو ځمکو ته درانه زیانونه اوښتي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button