Englishافغانستانامنیتغور

په نورستان کې سېلاب: ۲۰ کسان مړه او تر ۱۰۰ ډېر ورک دي — Dw

DevelopingSecurityغور1 SourcesUpdated: 2026-07-21 07:20:28🎙 Listen to radio

نورستان ولایت د دوشنبې په ورځ د ویجاړونکي سیلاب شاهد و. د طالبانو حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند یوسف حماد، ويلي دي چي د لادرکه سویو کسانو د لټون او ژغورني عملیات روان دي. حماد وویل: «له بده مرغه د نورستان ولایت په پارون ښار او نورو سیمو کي سختو سېلابونو زموږ هيوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.» د هغه په ​​وینا، په دغو سېلابونو کي د خلکو کورونه، کرهڼیزي مځکي او عامه تاسیسات سخت زیانمن سوي دي. هغه له سیمه ایزو اوسیدونکو وغوښتل چي له هغو سیمو لېري سي چې د سیلابونو د راتلو احتمال پکې سته. له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي دي چي یوازې د نورستان ولایت په مرکز پارون کي تر اوسه د ۲۰ کسانو مړي موندل سوي او ۸۰ نور ټپیان دي. چارواکو ویلي دي چي د پارون ښاروال او د حکومت ځیني نور کارکوونکي د هغو کسانو په ډله کي دي چې ورک سوي دي. د «شپول» په نوم غیر دولتي موسسې مشر عاشق الله صافي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي سېلاب د ښاروالۍ ودانۍ او همدارنګه هوټلونه او په لسګونو هټۍ په بشپړه توګه ویجاړي کړي دي. افغانستان د اوبو او هوا د سختو حالاتو پر وړاندي خورا زیان منونکی دی او په دغه هيواد کي د واوري او باران ورښت په…

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-21 07:20:28

Timeline

  1. Dw

    په نورستان کې سېلاب: ۲۰ کسان مړه او تر ۱۰۰ ډېر ورک دي

Sources

External sources

DwPS
2026-07-21 07:19:55

په نورستان کې سېلاب: ۲۰ کسان مړه او تر ۱۰۰ ډېر ورک دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button