EconomyEnglishKabulافغانستان

په نوي ډیلي کې د بریکس غونډه؛ له اقتصادي همکاریو تر نړیوالو تحولاتو — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-13 03:17:21🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د بریکس غړو هېوادونو مشران د دوه ورځنۍ غونډې لپاره په داسې حال کې په نوي ډیلي کې راټول شوي چې د اوکراین جګړه روانه ده، په منځني ختیځ کې شخړې دوام لري او د امریکا او چین ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. اقتصادي موضوعات او نړیوال تحولات د دې غونډې له مهمو محورونو څخه دي. د هند حکومت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د سپټمبر په ۱۲مه او ۱۳مه په نوي ډیلي کې د بریکس د مشرانو د اتلسمې غونډې کوربه دی. هند سږکال د بریکس دوره‌یي مشري هم پر غاړه لري او د همدې مشرۍ عمومي موضوع «د مقاومت، نوښت، همکارۍ او پایښت رامنځته کول» ټاکل شوې ده؛ پراختیا، مالي چارې، ټکنالوژي، سوداګري او د غړو هېوادونو ترمنځ همکاري د دې ډلې له مهمو کاري برخو څخه دي. اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په نوي ډیلي کې د بریکس د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه دی؛ په دغو مشرانو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین‌پینګ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم شامل دي. د دې خبري اژانس د راپور له مخې، د اوکراین جګړه، په منځني ختیځ کې شخړې او د امریکا او چین ترمنځ د ترینګلتیا زیاتوالی د بریکس د غړو هېوادونو د ګډو دریځونو موندلو وړتیا په داسې…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-13 03:17:21

Timeline

  1. Pajhwok

    په نوي ډیلي کې د بریکس غونډه؛ له اقتصادي همکاریو تر نړیوالو تحولاتو

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-12 15:55:25

په نوي ډیلي کې د بریکس غونډه؛ له اقتصادي همکاریو تر نړیوالو تحولاتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button