افغانستانامنیتپښتوهرات

په هرات کې د نشه ایزو توکیو د تولید څو کارخونې کشف اوله منځه یوړل شوې

روان خبرSecurityهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-28 06:21:59🎙 راډیو واورئ

ځایي چارواکي وایي، په دغو کارخونو کې زیاته اندازه نشه یي توکي اونور وسایل هم تر لاسه شوي دي. د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند ، سید مسعود حسیني،وایي، د دې ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د کشفي راپورونو له مخې د نشه یي توکیو څو کارخونې کشف اود بېلابېلو عملیاتو پرمهال له منځه یوړل شوې، حسینې وایي،په دغوکارخونوکې زیاته اندازه نشه یي توکي او نور وسایل ،چې د نشه یي توکیو په جوړولوکې ترې کار اخیستل کیده هم تر لاسه شویدي. ها خوا د کرخ ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي ، غلام محمد مزمل، خبري رسنیوته ویلي، چې د نشه یي توکیو په دغو کارخونوکې تر لاسه شوي توکي سوزول شویدي. امنیتي چارواکي وایي، د نشه توکيو پر خلاف مبارزه کې جدي دي اوهیڅ چاته به اجازه ورنکړي ،چې د نشه یي توکو د کښت ،تولید او قاچاق دا ناقانونه کاروبارتر سره کړي

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-28 06:21:59

مهالوېش

  1. Parstoday

    په هرات کې د نشه ایزو توکیو د تولید څو کارخونې کشف اوله منځه یوړل شوې

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-11-28 06:14:13

په هرات کې د نشه ایزو توکیو د تولید څو کارخونې کشف اوله منځه یوړل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button