په هرات کې د ټاپې پروژې د ګازو د لیږد ۱۴۵ کیلو متره مسیر هوار شوی
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هرات ولایت په دننه کې د ټاپي پروژې د ګازو د لېږد د ۱۵۳ کیلومتره مسیر له ډلې څخه ۱۴۵ کیلومتره مسیر هوار شوی او ۱۲۰ کیلومتره نل هم په ټاکل شوي مسیر کې ځای پر ځای شوی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د لېږد د نللیکې پروژې عملیاتي چارې په هرات ولایت کې له پرمختګ سره روانې دي. دغه وزارت زیاتوي چې په هرات کې د ټاپي پروژې د ۱۵۳ کیلومتره مسیر له ډلې تر اوسه ۱۴۵ کیلومتره مسیر هوار شوی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د ګازو د لېږد د نلونو د ځمکې لاندې کولو لپاره ۸۷ کیلومتره خندقونه هم کیندل شوي او ۵۱ کیلومتره نل د ځمکې لاندې ښخ شوی دی. همدارنګه ټاکل شوې چې ډېر ژر په هرات کې د ۲۲ کیلومتره اوږدې فرعي نللیکې د جوړولو چارې پیل شي. د کانونو او پټرولیم وزارت مسؤولین وایي، د دې پروژې په بېلابېلو برخو کې پرمختګ د ګازو د لېږد د زیربناوو د بشپړېدو او د افغانستان له مسیر څخه د ګټې اخیستنې لپاره زمینه برابروي. ټاپي پروژه د ګازو د لېږد له سترو سیمهییزو پروژو څخه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
په هرات کې د ټاپې پروژې د ګازو د لیږد ۱۴۵ کیلو متره مسیر هوار شوی
Sources
External sources
په هرات کې د ټاپې پروژې د ګازو د لیږد ۱۴۵ کیلو متره مسیر هوار شوی