په هرات ښار کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې یوې ۵۵ کلنې کارګرې ښځې، چې له ۱۵ کلونو ډېر وخت یې د دوی په کور کې کار کړی، د دوی دوه کلن ماشوم له پنځم پوړ څخه غورځولی دی. د کورنۍ په وینا، پېښه د پنجشنبې په سهار د هرات ښار د قولاردو فامیلیو په سیمه کې هغه مهال شوې چې د کورنۍ غړي د ورک شوي موبایل په لټه کې له کوره وتلي وو او دوه کلن ماشوم نوران په کور کې پاتې و. د کورنۍ غړو یې ویلي، ماشوم له پنځم پوړ څخه له غورځېدو وروسته ساه ورکړې ده. دوی ادعا کوي چې یاده ښځه د کورنۍ له خپلوانو څخه ده او په همدې کور کې یې یوه خونه هم لرله. د کورنۍ په وینا، دوی له هغې غوښتنه کړې وه چې که موبایل یې اخیستی یا یې په کوم ځای کې لیدلی وي، بېرته یې ورکړي، خو نوموړې ویلي چې د موبایل په اړه معلومات نه لري. د ماشوم کورنۍ په دې وروستیو کې له جرمني څخه هرات ته د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره تللې وه. بلخوا سیمه ییزو چارواکو ویلي، یاده میرمن یې نیولې او په لومړنیو څېړنو کې یې پخپل جرم اعتراف هم کړی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
په هرات کې یوه ښځه د دوه کلن ماشوم د وژلو په تور نیول شوې
سرچینې
External sources
په هرات کې یوه ښځه د دوه کلن ماشوم د وژلو په تور نیول شوې