EnglishKabulافغانستانامنیت

په هنګري کې د بس چپه کېدو له امله ۱۲ کسان مړه او… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-16 08:48:37🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د هنګري په ختیځ کې پر یوه لویه لار د پولنډ نمبرپلېټ لرونکي بس د چپه کېدو له امله ۱۲ کسان مړه او لږ تر لږه ۱۰ نور ټپیان شوي دي. رویټرز د هنګري د لومړي وزیر پیټر ماګیار له قوله لیکلي چې دغه پېښه نن سهار په ځايي وخت د دغه هېواد په ختیځ کې پر ایم‌۳ «M3» لویه لار رامنځته شوې ده. د هنګري پولیسو ویلي چې دغه بس د «مزوکرستش» ښار ته نږدې له سړکه وتلی، یوې کندې ته لوېدلی او چپه شوی دی. د پولیسو په وینا، بس د هنګري په ختیځ کې د «نیرګې‌هازا» ښار پر لور روان و چې دغه پېښه رامنځته شوه. د هنګري دولتي خبري اژانس «MTI» راپور ورکړی چې په دغه بس کې ۵۷ مسافر او دوه موټرچلوونکي سپاره وو. د پولیسو په وینا، لومړني معلومات ښيي چې ښايي د بس موټرچلوونکی د موټر چلولو پر مهال ویده شوی وي او په پایله کې بس له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-16 08:48:37

Timeline

  1. Pajhwok

    په هنګري کې د بس چپه کېدو له امله ۱۲ کسان مړه او لږ تر لږه ۱۰ نور ټپیان شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-16 13:18:01

په هنګري کې د بس چپه کېدو له امله ۱۲ کسان مړه او لږ تر لږه ۱۰ نور ټپیان شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button