Englishافغانستانامنیت

په هنګو کې د ټي ټي پي د کورمې ولسوالۍ یو محلي قوماندان… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-02 15:05:17🎙 Listen to radio

د پاکستان امنیتي سرچینو خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د پولیسو پر پوستې د خونړي برید پلان کوونکی په عملیاتو کې وژل شوی دی. دغه قوماندان چې په معاویه مشهور و، د تحریک طالبان پاکستان غړی و. ټي ټي پي تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. یاد رپوټ وايي، چې په تیرو پنځه ویشت کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې ۲،۳۹۶ پولیس افسران او پرسونل وژل شوي دي. دا له هغو سرتېرو بېل دي، چې د پاکستان په پوځ او نورو امنیتي تشکیلاتو کې دي. د پاکستان د پولیسو مرکزي دفتر د رپوټ له مخې، له ۲۰۰۲ راهیسې په بمي چاودنو، ځانمرګو بریدونو او هدفي وژنو کې زیاتوالی راغلی، خو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړ شمېر په ۲۰۲۵ کې ثبت شوی، چې ۲۳۵ و. د پولیسو د راپور له مخې، په ۲۰۰۹ کې هم د وژل شویو پولیسو پرسونل شمېر لوړ شوی او سږ کال په وسله والو فعالیتونو کې ۲۱۰ کسان وژل شوي دي. د ۲۰۲۳ کال په جنوري کې، په پیښور کې د پولیسو په لیکو کې ځانمرګی برید وشو، چې ۸۰ پولیس پرسونل په یو وخت پکې ووژل شول. په راپور کې ویل شوي چې په دې بریدونو کې، د عادي پولیسو پرسونل ترڅنګ، لوړ پوړي افسران هم وژل شوي دي. په…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-02 15:05:17

Timeline

  1. AF International

    په هنګو کې د ټي ټي پي د کورمې ولسوالۍ یو محلي قوماندان وژل شوی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-02 10:54:32

په هنګو کې د ټي ټي پي د کورمې ولسوالۍ یو محلي قوماندان وژل شوی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button