په پروان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین یار وايي، په دغه ولایت کې سیند ته د یوه سراچه موټر د لوېدو په پېښه کې ۶ کسان مړه شوي. نوموړي ویلي، پېښه نن سهار د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ د باغ افغان په سیمه کې شوې ده. د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د راپور له مخې، نفیسه د خپل مېړه تر مړینې وروسته د خپل زوی یوازینۍ سرپرسته پاتې شوه، لیلا د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو برابرولو توان نه درلود او زهرا له لوږې او د کور له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ وه.لیلا وایي: «هغه مهال مو کله ناکله په ورځ کې یوازې یو وخت خواړه برابرولای شول او داسې میاشتې هم وې، چې غوښه او لبنیات مو نهشو پېرلای».زهرا بیا وایي: «ماشومان به ډېر وخت وږي ویده کېدل. د کور کرایه مو نهشوه ورکولای او نه پوهېدو چې چېرته به ځو».راپور کاږي، دغه ښځو لومړی په کور کې د اچارو، مربا، سرکې او وچو مېوو او سبزیو تولید پیل کړ؛ خو د وسایلو کمښت، بازارونو ته محدود لاسرسی او د سوداګرۍ تجربې نشتوالي یې کاروبارونه محدود کړي وو.وروسته دوی د «افغانستان د ټولنیز مقاومت پروګرام»له لارې روزنه، وسایل او د سوداګرۍ د پراختیا ملاتړ ترلاسه کړ. د راپور له مخې، دغه ښځو د خپلو محصولاتو کیفیت ښه کړ، د بستهبندۍ او بازارموندنې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په پروان کې سیند ته د یوه موټر لوېدو په پېښه کې ۶ کسان مړه شوي
منابع
Afghan sources
په پروان کې سیند ته د یوه موټر لوېدو په پېښه کې ۶ کسان مړه شوي