EconomyKabulافغانستاندری

په پرو کې د یوې سیاحتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۳ کسان… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-02 02:52:19🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۲ اسد ۱۴۰۵): د پرو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دغه هېواد نازکا ښار ته څېرمه د سیلانیانو د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د ۱۱ بهرنیو سیلانیانو په ګډون ۱۳ کسان مړه شوي دي. اسوشیټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه الوتکه د شنبې په ورځ د «نازکا کرښو» پر سر د سیاحتي الوتنې پر مهال په یوه کرونده کې لوېدلې ده. د نازکا ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې الوتکې سیلانیان د نازکا د تاریخي کرښو د هوايي نندارې لپاره لېږدول. د نازکا کرښې د پرو په دښته کې د ځمکې پر مخ د لویو تاریخي نقشونو یوه ټولګه ده چې سلګونه کاله وړاندې د دغه هېواد د بومي اوسېدونکو له خوا رامنځته شوې او د حیواناتو بېلابېل انځورونه ښيي. د نازکا د سیمه‌ییز حکومت د معلوماتو له مخې، یاده الوتکه د ایکا له ښار څخه الوتلې وه او د پرو د «ایرودیانا» شرکت اړوند وه. د پرو د سوداګرۍ او ګرځندوی وزارت ویلي چې په دې الوتکه کې ۱۱ بهرني سیلانیان او د الوتکې دوه عمله سپاره وو. د دغه هېواد دولتي خبري اژانس «آندینا» راپور ورکړی چې د پېښې په قربانیانو کې اووه ایټالویان، دوه جرمنان او دوه هسپانویان شامل دي. د پرو چارواکو ویلي چې د الوتکې د لوېدو د لامل په اړه څېړنې پیل شوې دي. ایرودیانا شرکت…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-02 02:52:19

خط زمانی

  1. Pajhwok

    په پرو کې د یوې سیاحتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۳ کسان مړه شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-02 07:20:17

په پرو کې د یوې سیاحتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۳ کسان مړه شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button