DevelopmentEnglishKabulافغانستان

په پنجشېر کې د اوبو د ۱۰ بندونو جوړولو او برېښنا تولید سروې… — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-10 09:23:43🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۵): پنجشېر سیمه‌ییز مسؤولین وایي چې د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د ۱۰ بندونو جوړولو او برېښنا تولید لپاره د سروې چارې رسماً پیل شوې دي. د پنجشېر ولایت مقام رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه سروې د انرژۍ او اوبو وزارت د تخنیکي او انجنیري ټیم له لوري، د سیمه‌ییزې ادارې او اړوندو ریاستونو په همغږۍ پیل شوې ده. د سرچینې په وینا، د دغو بندونو سروې به په بام‌وردار کوتل، نودانګ، شانیز، قلعه‌تلخه او د شتل، پریان، حصه‌اول ولسوالیو او د پنجشېر په مرکز کې ترسره شي او د شته ظرفیتونو له ارزونې وروسته به د برېښنا تولید پروژو عملي چارې پیل شي. سرچینې زیاته کړې چې تر دې وړاندې یوه خصوصي ترکي شرکت هم د پریان ولسوالۍ د بام‌وردار سیمې سروې کړې وه چې په کې د ۱۰ مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت تثبیت شوی و. د خبرپاڼې له مخې، دغه راز په پنجشېر کې د صنعتي پارکونو جوړولو لپاره زر جریبه ځمکه هم وروستۍ شوې او تمه ده چې له دغو بندونو تولیدېدونکې برېښنا د یاد ولایت د اوسېدونکو او صنعتي پارکونو د اړتیاوو پوره کولو لپاره وکارول شي.

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-10 09:23:43

Timeline

  1. Pajhwok

    په پنجشېر کې د اوبو د ۱۰ بندونو جوړولو او برېښنا تولید سروې پیل شوه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-10 13:52:24

په پنجشېر کې د اوبو د ۱۰ بندونو جوړولو او برېښنا تولید سروې پیل شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button