Politicsافغانستانپښتوپنجشېر

په پنجشېر کې د کچالو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي — Bakhtar

روان خبرPoliticsپنجشېر1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-20 07:12:19🎙 راډیو واورئ

Summary: د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د کچالو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي دي. د پنجشېر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رئیس قاري فضل‌الله دیوبند وايي، چې په روان کال کې د دغه ولایت له یو زر او ۹۵ هکټاره ځمکې څخه ۱۲ زره ۶۴۷.۲۵ مټریک ټنه کچالو راټول کړل شوي دي؛ په داسې حال کې چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې له یو زر ۹۰ هکټاره ځمکې څخه ۱۱ زره ۴۴۵ مټریک ټنه کچالو را ټول کړل شوي وو.د نوموړي په خبره، د کښت ساحو پراختیا، له کروندګرو ملاتړ، د کرنې د نویو لارو چارو په اړه د هغوی لارښوونه او د طبیعي آفتونو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو مخنیوی په دغه ولایت کې د کچالو د حاصلاتو د زیاتوالي له مهمو لاملونو څخه دي.هغه زیاته کړه، چې د پنجشېر کچالو د سړې او غرنۍ هوا او مناسبې خاورې له امله د دغه ولایت له پېژندل شویو کرنیزو محصولاتو څخه دي او د کچالو ډېری کروندې یې په دره او آبشار ولسوالیو کې موقعیت لري.ورته مهال د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون باختر اژانس ته ویلي چې په تېر یوه کال کې د دغه ولایت په درې، آبشار، عنابې، پریان او رخه ولسوالیو کې د ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۳ د اوبو لګولو کانالونه جوړ، ترمیم او بیارغول شوي دي.د نوموړي په وینا، د دغو پروژو موخه د اوبو لګولو د سیسټم ښه‌والی او د کروندګرو د حاصلاتو زیاتوالی دی.

لنډ معلومات

ځایپنجشېر
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-20 07:12:19

مهالوېش

  1. Bakhtar

    په پنجشېر کې د کچالو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-20 04:32:12

په پنجشېر کې د کچالو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button