په کابل کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې — Bakhtar
Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کابل کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی. باختر اطلاعاتي اژانس ته د یاد وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ده سبز ولسوالۍ په تنګي غارو کلي کې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت؛ د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.ویل شوي چې په یاده شبکه کې د ۱۴۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د اووه زره ۳۳۰ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول او د ٢١۵ شیردانونو او ۴۲ سولر تختو نښلول شامل دي.هېره دې نه وي چې د یادې پروژې د تطبیق په بهیر کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به يې سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
په کابل کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې
Sources
Afghan sources
په کابل کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې