EconomyKabulافغانستانپښتو

په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي مسؤل د امام ابوحنیفه نندارتون څخه لیدنه وکړه

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-14 10:55:59🎙 راډیو واورئ

کابل – په کابل کې د ایران د سفارت د کلتوري څانګې مسوول د امام ابوحنیفه له پنځم ملي او نړيوال نندارتون څخه د لیدنې پر مهال، د ایران او افغانستان ترمنځ د کلتوري، هنري او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی. سید روح‌الله حسيني د دغه نندارتون له بېلابېلو برخو لیدنه کړې او د سوداګریزو، صنعتي او خدماتي شرکتونو له استازو سره یې خبرې کړي. په کابل کې د ایران د سفارت فرهنګي مسؤل دغه راز د نندارتون له کلتوري او هنري برخو، د نقاشۍ له اثارو، لاسي صنایعو او کتاب پلورنځیو څخه هم لیدنه کړې. حسيني وايي د دغو لیدنو پر مهال، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا، نړیوال ترانسپورټ، صنعتي تولیداتو او سوداګریزو خدمتونو په برخو کې د همکاریو پر فرصتونو خبرې وشوې. دغه راز د ایران د سفارت فرهنګي مسؤل، سید روح‌الله حسيني، د امام ابوحنیفه نندارتون د ایران او افغانستان ترمنځ د کلتوري، هنري او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت بللی. حسيني هیله څرګنده کړې، چې د دغه ډول نندارتونونو له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري او اقتصادي همکارۍ پراخې شي او د سوداګرو، پانګوالو، هنرمندانو او کلتوري فعالانو ترمنځ به اړیکې لا پیاوړې شي. د یادونې وړ ده، چې د امام ابوحنیفه پنځم نندارتون په کابل کې د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي، کلتوري او هنري ظرفیتونو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-14 10:55:59

مهالوېش

  1. Parstoday

    په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي مسؤل د امام ابوحنیفه نندارتون څخه لیدنه وکړه

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-14 10:52:33

په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي مسؤل د امام ابوحنیفه نندارتون څخه لیدنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button