په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي مسؤل په اسلامي ټولنو کې د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د افغانستان په مزارشریف کې د حضرت محمد مصطفی(ص) د میلاد او د حضرت امام جعفر صادق(ع) د کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت فرهنګي مسؤل په اسلامي ټولنو کې د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت فرهنګي مسؤل، سید روحالله حسيني ویلي، اسلامي نړۍ نن تر بل هر وخت ډېره د پیغمبر اسلام(ص) رحمت، اخلاقو، عدالت او یووالي ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړې، مسلمانان باید د پیغمبر اسلام(ص) دغه ارزښتونه په خپل ورځني ژوند کې عملي کړي. حسیني د شیعه او سني مسلمانانو ګډو ارزښتونو ته په اشارې ویلي، توحید، قرآن کریم، د اسلام د پیغمبر(ص) نبوت او ګډه قبله هغه ګډ موارد دي چې د مسلمانانو ترمنځ د لا ډېرې همکارۍ او همدردۍ زمینه برابروي. ، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت فرهنګي مسؤل علم او پوهه، له ظلم سره مبارزه او د انساني کرامت دفاع هم د نبوي سیرت له مهمو لارښوونو څخه بللي او د اسلامي ټولنو د راتلونکي په جوړولو کې یې د ځوان نسل پر رول ټینګار کړی دی. په مزارشریف کې په دغو مراسمو کې د فرهنګي چارو د مسؤلینو، علماوو او د دغه ښار د اوسېدونکو ګډون کړی و او ویناوالو د مسلمانانو پر یووالي او د فرهنګي همکاریو پر پراختیا ټینګار…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي مسؤل په اسلامي ټولنو کې د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
منابع
External sources
په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي مسؤل په اسلامي ټولنو کې د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ