کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): نن د تېرې شنبې په پرتله په کابل ښار کې د ډالر او نفتي توکو بیې لوړې شوې او د اوړو بیه هم لږه پورته شوې ده؛ خو د ډېرو خوراکي توکو بیې ثابتې پاتې دي او د سرو زرو بیه راټیټه شوې ده. د کابل ښار د شهزاده سرای د یوې صرافۍ خاوند حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۵۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانیو بدلېږي. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د چنګاښ په ۱۳مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۴ اعشاریه ۶۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۷ افغانیو بدلېدې. د ده په وینا، په بازار کې د امریکايي ډالرو د کمښت له امله د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړ شوی؛ خو پېر او پلور لا هم روان دی او احتمال شته چې بیه یې بېرته راټیټه شي. د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، نن د یوه لېټر پټرولو بیه له ۷۳ څخه ۷۷ افغانیو او د یوه لېټر ډېزلو بیه له ۶۸ څخه ۷۳ افغانیو ته لوړه شوې ده. همداراز، د کابل ښار د دهنباغ سیمې یوه دوکاندار محمدجان امین وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۵۶ څخه ۶۴…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
په کابل کې د ډالر او نفتي توکو بیې لوړې شوې، خو د سرو زرو بیه راټیټه شوې ده
سرچینې
Afghan sources
په کابل کې د ډالر او نفتي توکو بیې لوړې شوې، خو د سرو زرو بیه راټیټه شوې ده