Summary: د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د تورمالین قیمتي ډبرې د استخراج چارې د ځایي مسوولینو په حضور کې پیل شوې. د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس عنایت الله ابلاغ باختراطلاعاتي اژانس ته وویل، چې د حسن اباد په سیمه کې د تورمالین کان د اتو صوفونو (استخراجي برخو) د استخراج چارې رسما پیل شوې دي، چې له دې لارې به له ۲۰۰ ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.نوموړي زیاته کړې، تورمالین له قیمتي ډبرو څخه شمېرل کېږي، چې د سختوالي درجه یې ۷،۵ ده او د ځانګړو منشوري بلورونو له امله په نړۍ کې د ګاڼو جوړولو په صنعت کې ډېر کارول کېږي.د کاپیسا د کانونو رئیس ویلي، د تورمالین زېرمې یوازې په الهسای ولسوالۍ پورې محدودې نه دي، بلکې په تګاب، نجراب او کوهبند ولسوالیو کې هم شته.هغه همداراز وویل، په کاپیسا کې د تورمالین ترڅنګ د شین ګارنېټ، یاقوت او سپینل قیمتي ډبرو د استخراج بهیر هم روان دی.چارواکي وایي، د طبیعي زېرمو استخراج به د کارموندنې، اقتصادي ودې او د هېواد د کانونو د پراختیا په برخه کې مهم رول ولري.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
په کاپیسا کې د تورمالین کان د استخراج چارې پیل شوې