Developmentافغانستاندریکندهار
په کندهار کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي — Bakhtar
Summary: د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د دامان ولسوالۍ د منډ حصار کلي کې د څه باندې ۵.۲ میلیونه افغانیو په لګښت؛ د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.ویل شوي چې په یاده شبکه کې د ۲۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۱۶۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د پنځه زره ۶۷۵ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول، د ۸۶ شیردانونو او ۲۰ سولر تختو نښلول شامل دي.هېره دې نه وي چې د یادې پروژې د تطبیق په بهیر کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به يې ۸۶ کورنۍ د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
اطلاعات کوتاه
مکانکندهار
موضوعDevelopment
منابع1
بهروزرسانی2026-08-17 11:27:11
خط زمانی
-
Bakhtar
په کندهار کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي