Englishافغانستانامنیتپکتیکا

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستان بریدونو کې ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

DevelopingSecurityپکتیکا1 SourcesUpdated: 2026-09-21 04:04:58🎙 Listen to radio

د افغانستان د کونړ ولایت په نور ګل او د پکتیکا په برمل ولسوالیو کې نن سهار د پاکستان جیټ الوتکو بریدونه کړي، چې له امله یې د دوو میرمنو په ګډون ۳ تنه وژل شوي او د یو ماشوم په ګډون ۴ نور ټپیان شوي دي. د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب‌الله حنیف وایي: (( د پاکستان پوځي رژیم نن سهار شاوخوا درې بجې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په یوه سیمه کې هوايي برید کړی چې پکې درې تنه شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. )) سرچینو ویلي، دغه برید د نورمحمد په نوم د یوه ملکي وګړي په کور شوی، چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې کور هم په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی. په ورته وخت کې سرچینې وایي، نن سهار ۴ بجې د پاکستان جیټ الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې په دوو سیمو هوایي بریدونه ترسره کړي. سرچینې وایي، دغه بریدونه په تور کنډي کې د یوه ځايي اوسېدونکي په خالي دوکان او د رخې په سیمه کې یو پخواني خالي کور باندې شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوې. د دغه بریدونو په اړه تر اوسه د افغانستان او پاکستان چارواکو رسمي غبرګون ندی ښودلی.

Quick facts

Locationپکتیکا
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-21 04:04:58

Timeline

  1. Parstoday

    په کونړ او پکتیکا کې د پاکستان بریدونو کې ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-21 01:50:13

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستان بریدونو کې ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button