Healthافغانستاندریکندهار

په کونړ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او… — AF International

در حال تکمیلHealthکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-05 00:31:41🎙 رادیو را بشنوید

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستیال مولوي نقیب‌الله خبر ورکړی، چې د یادې ولسوالۍ په لچۍ سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، دغه پېښه د چهارشنبې په غرمه (د لړم په ۱۳مه) شوې ده. نوموړي زیاته کړې، دغه موټر د لارې په اوږدو کې له سړک وتلی او ګړنګ ته لوېدلی دی. هغه ویلي، ټپیان د اسعداباد مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. خو د روغتیايي کارکوونکو په وینا، له دې ډلې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. د دغه ولایت د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د تېرکال پرتله د انارو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی او شاوخوا ۳۰ سلنه بڼونه د وچکالۍ او افتونو له امله له‌منځه تللي دي. د طالبانو د کرنې ریاست اټکل کوي، چې سږکال به د کندهار د انارو حاصل شاوخوا ۲۲۰زره ټنو ته ورسېږي؛ په داسې حال کې چې تېر کال د دغه ولایت د انارو حاصل ۲۷۵زره ټنه اټکل شوی وو. په کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي، د وچکالۍ کچه په ټولو ولسوالیو کې یو شان نه‌ده او د سیمو د اوبو وضعیت د انارو پر حاصلاتو مستقیم اغېز کړی…

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-05 00:31:41

خط زمانی

  1. AF International

    په کونړ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي دي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-04 20:35:11

په کونړ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button