افغانستانامنیتپښتوکاپیسا

پولیس: کاپیسا کې د کورنۍ دښمنۍ له امله په ډزو کې څلور کسان… — Pajhwok

روان خبرSecurityکاپیسا1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-21 07:20:47🎙 راډیو واورئ

محمودراقي (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): د کاپیسا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د کورني خصومت له امله په ډزو کې د یوې کورنۍ درې ښځې او یو ماشوم وژل شوي او تورن کس له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی. د کاپیسا امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د شپې شاوخوا دوې بجې د تګاب ولسوالۍ د ببرخواجه بدراب په کلي کې شوې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۵۰ کلنه ګل‌ببو، ۳۰ کلنه حاجت‌بي‌بي، ۲۲ کلنه بسنار او ۱۲ کلن رفیع‌الله د کلاشینکوف په ډزو وژل شوي دي. د کاپیسا امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک ته وویل چې یاد څلور واړه د یوې کورنۍ غړي وو. د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو امریت ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د قربانیانو له خپلوانو څخه ۵۰ کلن عمرزاده په دې پېښه کې تورن بلل شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې عمرزاده له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی او امنیتي ځواکونه یې د نیولو هڅه کوي. د خبرپاڼې له مخې، د پېښې لامل کورنی خصومت بلل شوی او د قضیې د ټولو اړخونو د روښانولو لپاره څېړنې روانې دي.

لنډ معلومات

ځایکاپیسا
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-21 07:20:47

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پولیس: کاپیسا کې د کورنۍ دښمنۍ له امله په ډزو کې څلور کسان وژل شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-21 11:49:02

پولیس: کاپیسا کې د کورنۍ دښمنۍ له امله په ډزو کې څلور کسان وژل شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button