Politicsافغانستانپښتوخوست

پکتیا کې د جمال خوږمن ځاځي د ادبي هڅو د ستاینې په موخه… — Bakhtar

روان خبرPoliticsخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-03 05:32:08🎙 راډیو واورئ

Summary: د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر چتر لاندې، د نښتر ادبي بهیر له لوري د جمال خوږمن ځاځي د ادبي او فرهنګي هڅو د ستاینې په موخه غونډه جوړه شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د دبستان فرهنګي مرکز مشر دوکتور خیرالله خیرخوا، د باختر اژانس رئیس مولوي احسان‌الله حسان، د پکتیا د هنر او فرهنګ امر مولوي عقل‌خان وهاج، د لوګر او خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیسانو، د نښتر ادبي بهیر مشر قاري عزت‌الله مخلص او یو شمېر فرهنګیانو، شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون کړی و. ویناوالو د جمال خوږمن ځاځي پر ادبي ژوند او فرهنګي فعالیتونو خبرې وکړې او د پښتو ژبې او ادب د ودې په برخه کې یې د نوموړي هڅې وستایلې. د پکتیا د هنر او فرهنګ امر مولوي عقل‌خان وهاج وویل، چې جمال خوږمن ځاځي د پښتو ادب په برخه کې د پام وړ فعالیتونه کړي او د خپلې شاعرۍ او ادبي هڅو له لارې یې د پښتو ژبې او فرهنګ په بډاینه کې ونډه اخیستې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ژمن دی، چې د دغه ولایت فرهنګي او ادبي شخصیتونه، شاعران او لیکوالان وستایي او د هغوی د ادبي او فرهنګي فعالیتونو د لا پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د غونډې په دویمه برخه کې د استاد احمدجان فیضي په نوم مشاعره هم ترسره شوه، چې شاعرانو پکې خپل شعرونه وړاندې کړل او د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-03 05:32:08

مهالوېش

  1. Bakhtar

    پکتیا کې د جمال خوږمن ځاځي د ادبي هڅو د ستاینې په موخه غونډه جوړه شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-02 17:33:09

پکتیا کې د جمال خوږمن ځاځي د ادبي هڅو د ستاینې په موخه غونډه جوړه شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button