Englishافغانستانامنیت

پکتیا کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درې ترانسپورتي پروژې پلې… — Bakhtar

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-08 18:03:10🎙 Listen to radio

Summary: د پکتیا والي ملا مهرالله حماد د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له راغلي پلاوي سره په لیدنه کې په دغه ولایت کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو ترانسپورټي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي. د یادو پروژو له ډلې د مسافر وړونکو موټرو لپاره د یوه ترمینل، د باروړونکو موټرو لپاره د ځانګړي ترمینل او د ترانزیټي موټرو لپاره د تېرپارک جوړول شامل دي. په دې لیدنه کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري معین حافظ صدیق‌الله عابد ویلي چې د مسافر وړونکو موټرو د ترمینل لپاره به د ګردېز ښار په مناسبه ساحه کې ځمکه مشخصه شي، څو ښاري نظم او د خلکو ترانسپورټي اړتیاوې په پام کې ونیول شي. د پکتیا والي د یادو پروژو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د پکتیا د جغرافیایي او ترانسپورټي اهمیت له امله د دغو پروژو پلي کېدل مهم دي او ولایتي اداره به په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړي. نوموړي په دغه ولایت کې د هوايي ډګر جوړول هم یوه جدي اړتیا بللې او په دې برخه کې یې د وزارت د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-08 18:03:10

Timeline

  1. Bakhtar

    پکتیا کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درې ترانسپورتي پروژې پلې کېږي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-08 16:09:38

پکتیا کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درې ترانسپورتي پروژې پلې کېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button